IQNA

 په البانیا کې د قرآن کریم د لومړنیو عمومي سیالیو ترسره کېدل

14:25 - January 27, 2026
د خبر لمبر: 3492365
ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت لومړنۍ عمومي سیالۍ پرون په البانیا کې پیل شوې.

  ایکناد  sra7h.com له قوله راپور راکړی، دا سیالۍ د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت او په بوسنیا او هرزګوینا کې د دغه هېواد د سفارت د دیني څانګې په همت ترسره کېږي او د جنورۍ تر ۲۸مې (د سلواغې ۸مې) پورې به دوام ولري.

د البانیا پلازمېنه تیرانا د دغو سیالیو کوربه ده او د البانیا د اسلامي مشیخت (د مسلمانانو د چارو اداره) هم د دې پروګرام په ترسره کولو کې همکاري کوي.

په دغو سیالیو کې ۱۲۰ تنه نجونې او هلکان (میرمنې او نارینه) ګډون کوي، او د سیالیو برخې د قرآن کریم د دوو سپارو یا  جزؤ، ۵ جزؤ او ۱۰ جز و  حفظ اعلان شوي دي

د قاضیانو یوه تخصصي کمېټه به پر دغو سیالیو څارنه کوي او د ګډونوالو د تلاوت د سم ادا، غږ، لهجې او تجوید ارزونه به ترسره کوي.

د سیالیو د پای مراسم او د غوره ګډونوالو ترمنځ د جایزو وېش به د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۸مه، د یو شمېر دیني شخصیتونو او رسمي چارواکو په شتون کې ترسره شي.

دا سیالۍ د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د هغو هڅو په لړ کې ترسره کېږي چې موخه ئې له سعودي عربستان څخه بهر د قرآني پروګرامونو پیاوړتیا، د قرآن کریم د حفظ، زده کړې او تدبر لپاره د نوو نسلونو هڅونه، او د اعتدال او منځلاریتوب ارزښتونو پیاوړتیا ده.

https://iqna.ir/fa/news/4330381

captcha